ارګ: د فساد مخنیوي لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي

د افغانستان جمهوري ریاست د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي ادارې د وروستي راپور په تړاو وایي په امنیتي ارګانونو کې د فساد د لمنځه وړلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې په دفاع وزارت کې ژور اصلاحات راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا له یو میلیارډ ډالرو ډېرې لګول شوې مرستې پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د سیګار په دغه راپور کې راغلي چې امریکا شل ترانسپورتي الوتکې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له ایټالیا د افغانستان اردو ته اخیستي او وروسته څرګند شوي چې دغه الوتکې د کار نه دي.