افغانستان کې د سړو سیمو د تعلمیي کال زنګ ووهل شو

په افغانستان کې د سړو سیمو د تعلمیي کال زنګ ووهل شو او په دې سره په رسمي ډول نوی تعلمي کال پیل شو.

افغان چارواکو په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې وویل چې د پوهنې د پراختیا لپاره به هڅې وکړي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، که څه هم د پوهنې برخه کې لاسته راوړنې شته، خو یو شمېر دلایلو دغه پرمختګونه له ګواښ سره مخ کړي.

"تېرو کلونو کې په قراردادونو او د علمي کدرونو استخدام کې فساد او له قانونه سرغړونه، د درسي کتابونو چاپ او د تعمیرونو په جوړولو کې درغلۍ، پوهنې ته نه جبرانېدونکې صدمه رسولې ده."

په ورته وخت کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، د پوهنې د کیفیت د لوړولو لپاره یو لړ پلانون او طرحې په پام کې دي چې د یادو ستونزو هواري ته هم په کې پام شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د نا امنیو له وجې په ټول هېواد کې له زرو زیات ښوونځي تړل شوي دي.