مک‌کېن: افغانستان سره د امریکا مرسته او همکاري ضروري ده

مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‌کېن یو وار بیا د افغانستان سره د امنیت او ثبات په شمول په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد مرسته او همکاري ضروري بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، جان مک‌کېن پرون واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره په لیدنه کې د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ښاغلي مک‌کېن ټینګار وکړ چې امریکا کې د نوې ادارې رامنځته کېدل به په افغانستان کې د دې هېواد پر لویو پالېسیو اغېز ونه‌کړي او د افغانستان حکومت او خلکو پر وړاندې به د امریکا تعهد کمزوری نه‌شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.

دا دوه ورځنی کنفرانس نن چهارشنبه په واشنګټن کې پیلېږي.

ټاکل شوې چې ښاغلی رباني د دې کنفرانس تر څنګ د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.

نوموړی به همدارنګه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره هم خبرې وکړي.