له افغان هوايي ځواک سره د امریکا د مرستې په لړ کې څلور نورې سوپر ټوکانو جنګي الوتکې پرون افغان حکومت ته وسپارل شوې.
دا الوتکې دا مهال د کابل هوايي دګر کې دي او له چمتو کولو او تخنیکي بشپړتیا وروسته به د افغان ځواکونو لهخوا کارول کېږي.
جینز ډیفنس اونیزې د امریکا د پوځ په حواله خبر ورکړی چې افغانستان د ۲۰ سوپر ټوکانو الوتکو قرارداد کړی او تر اوسه پورې ۱۲ الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مارچ میاشت په ۶ نېټه یوه سوپر ټوکانو الوتکه په یوه پېښه کې چې جزئیات يې نهدي څرګند له منځه تللې ده.