مرتضوي: د کانونو قراردادونه به تر هر اړخیزې څېړنې وروسته لاسلیک کېږي

افغان حکومت وايي چې وسله وال مخالفین د عایداتي سیمو د ناامنه کېدو هڅه کوي.

جمهوري ریاست د اروپايي ټولنې د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وايي چې د کانونو اړوند قراردادونو کې شفافیت او دقت د افغان حکومت یو مهم اصل دی.

د جمهوري ریاست د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د کانونو په قراردادونو کې ستونزې شته او له همدې امله د ملي وحدت حکومت هېڅ قرارداد تر هغه نه لاسلیکوي تر کومه چې په اړه یې هر اړخیزه څېړنې ونه شي.

شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د کانونو په قراردادونو کې ستونزې درلودلې، د ملي وحدت حکومت اوس هېڅ کوم یو قرارداد نه لاسلیکوي تر هغې چې هر اړخیزه څېړنې ونه شي، له همدې امله ژمنه دا ده چې د کانونو په کېندلو او قراردادونو کې هر اړخیز دقت کېږي تر څو قراردادونه د قانون مطابق او شفاف وي."

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې له افغان دولت څخه غوښتي چې د کانونو د غېر قانوني کېندنو مخنیوی وکړي.

دې ټولنې د یکشنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره افغان دولت ته د کانونو اړوند ځينې نور وړاندیزونه هم کړي دي.

د باوري او پياوړي وزیر ټاکل، د کانونو د اوسنیو قراردادونو څخه تر لاسه کېدونکي پیسې په یوه واحد شفاف دولتي حساب کې راټولول، خلکو ته د دغو شرکتونو له خوا د معلوماتو ورکول، د هغو شرکتونو سره د قراردادونو لغوه کول چې دولت ته مالیات نه ورکوي د دغې ټولنې مهمې غوښتنې دي.

د کانونو په اړه د اروپايي ټولنې له دې اندېښنو مخکې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ ویلي چې دا وخت دری زره داسې سیمې دي چې کانونه یې په غېر قانوني توګه کېندل کېږي.

د دې بنسټ په باور د کانونو له غېر قانوني کېندنې څخه هر کال میلیونونه ډالر د وسله والو مخالفینو جیبونو ته ځي او دې کار په هېواد کې ناامني ډېره کړې ده.

له دې سره د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د اروپايي ټولنې د دغو غوښتنو څخه د هر کلي په ترڅ کې وايي چې دوی د کانونو د غېر قانوني کېندنې مخنیوی نه شي کولای او له همدې امله د اجرائیه قوې رول مهم ګڼي.

د یاد وزارت ویاند ذبیح الله سروري ازادي راډيو ته وویل:

"د دوی له غوښتنو سره موافقه یو او دا هم منو چې د کانونو غېر قانوني کېندنه کېږي، خو د کانونو او پټرولیم وزارت په داسې یوه ځای کې نه دی چې د دغو کارونو مخه ونیسي ځکه چې اجرائیوي او قانوني صلاحیتونه موږ ته د دې کار اجازه نه راکوي."

د اقتصاد پوهانو په باور د افغانستان د ځمکې لاندې کانونه د دغه هېواد هغه یوازينۍ غنامندي ده چې که په سالم ډول وکېندل شي دا هېواد د اقتصادي خپلواکۍ په لوري بېولی شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وايي، په خپل سر د کانونو کېندنې په هېواد کې ناامني زیاته کړې، خو په وړاندې یې حکومت لا نه دی توانېدلی چې د دا ډول کېندنې مخه ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ