۱۳۹۵ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او خنډونه

۱۳۹۵ هجري لمریز کال د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو لپاره څنګه کال و؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۵ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله زیاته وه خو د انتحاري حملو په ګډون د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې کموالی راغلی و.

۱۳۹۵ کال د افغان امنیتي ځواکونو او افغانانو لپاره له ننګونو ډک کال و.

جګړې د کال له هماغه لومړیو ورځو پیل شوې او د هوا په ګرمېدو یې لاپسې زور واخیست، طالبانو د لویو ښارونو د نیولو په هدف د کال په لومړیو ورځو کې د «عمري» په نامه عملیات پیل کړل.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبان خپل هغه هدف ته چې لوی ښارونه دې ونیسي او خپل مرکزونه دې له پاکستان څخه افغانستان ته ولېږدوي ونه‌رسېدل.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې افغان ځواکونو د طالبانو پلانونه شنډ کړل.

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی په ټوله معنی په خپلو پلانونو او موخو کې ناکام شول، تاکتیکي حملې یې وکړې، خو په ستراتیژیکو موخو کې ناکام شول او زموږ لوی هدف دا و چې د دوی ستراتیژیکې موخې له‌منځه یوسو چې دې هدف ته ورسېدو."

  • د طالبانو حملې

په داسې حال کې چې دفاع وزارت وايي، طالبان په ۱۳۹۵ کال کې ناکام شول، خو دې ډلې وکړای شول ځینې سیمې نا امنه کړي.

طالبانو د ۹۵ کال پر مهال د هلمند، فراه، ارزګان او کندز په ولایتونو کې ځينې سیمې ونیولې او په دې وتوانېدل چې د لښګرګاه، ترینکوټ او د فراه ولایت مقام ته نېږدې سیمې ونیسي، خو د یادو ښارونو په نیولو بریالي نه‌شول.

خو طالبانو بیا په کندز کې د ښار ځینې مهمې برخې ونیولې او د څو ورځو لپاره‌یې پرې واکمني وکړه.

طالبانو د کندز ښار سربېره د یوې مودې لپاره د دغه ولایت قلعه‌زال ولسوالي هم نیولې وه.

د کندز په ګاونډ یعنې په تخار کې یې بیا د څو ساعتونو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ ونیوله او همداراز یې په بغلان کې دهنې غوري ولسوالۍ ته هم سقوط ورکړ.

په بغلان کې د تاله‌وبرفک ولسوالي هم د څو ورځو لپاره د طالبانو په ولکه کې وه.

د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې وسله‌والو په ۹۵ کال کې پر افغان امنیتي ځواکونو له «۳۵۴۳» زیاتې حملې کړي چې «۱۷» هغه‌یې تهاجمي وې.

  • د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو ته په ۹۵ کال کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې او افغان امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر وړاندې له ۳ زرو ډېر تهاجمي عملیات ترسره کړي دي.

نجیب دانش.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل:

"دوی په هېڅ ځای کې و نه‌شوی کولای چې حتی لیرې پرتې ولسوالۍ هم ونیسي، د افغانستان پولیسو وکړی شول په ۱۳۹۵ کال کې له ۳۹۰۰ څخه زیات عملیات ترسره کړي، په ۹۵ کال کې دښمن مهم قوماندانان، تش په نامه والیان او نور مهم غړي له لاسه ورکړل په ټوله کې په ۹۵ کال کې د دښمن له ۱۲ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په ۹۵ کال کې ۱۰۰۳ تنه طالبان د افغان امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.

که څه هم په ۱۳۹۵ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه دقیقه شمېره نه‌شته خو د کورنیو چارو وزارت وايي په دغه کال کې ۱۵۰۰ پولیس وژل شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې طالبان په ۱۳۹۵ کال د بل هر کال په پرتله جبهه‌يي وجنګېدل.

په دغه کال کې داسې ګزارشونه هم خپاره شول چې ګواکې روسیه او ایران له طالبانو ملاتړ کوي او ان تر دې چې یوې باوري حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ایران او روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

په دغه کال کې د امنیتي ځواکونو کمزوری مدیریت هم یو له جدي بحثونو څخه وه.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن په افغان امنیتي بنسټونو کې له فساده اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې په اکمالاتي سیسټم کې فساد او د دفاع وزارت کې بې‌غوري د دې لامل شوې چې د افغان ځواکونو پوځي قرارګاوو ته اوبه، خوراکي توکي او تجهزاتو پر وخت ورونه‌رسېږي.

انتحاري حملې د وسله‌والو مخالفینو د جګړې یو بل تاکتیک و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۹۵ کال کې په انتحاري حملو کې کموالی راغلی و.

د کورنیو چارو وزارت مرسیتال ویاند نجیب دانش وايي د ۹۵ کال پر مهال په ټول افغانستان کې ۴۹ انتحاري حملې شوي چې دغه شمېر په تېر کال کې ۹۵ ته رسېده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې افغان امنیتي ځواکونو توانېدلي موخې ته تر رسیدو وړاندې د ۱۵ انتحاري حملو مخه ونیسي.

  • د قاطع ملاتړ مأموریت رول او اغېز

په تېر کال کې په افغانستان کې قاطع ملاتړ مأموریت هم د جګړو په میدانونو کې له افغان ځواکونو سره مرستې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي چې بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د روزنې تر څنګ په ځینو عملیاتو کې د هوايي ځواک په برخه کې هم مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د ملي اردو پخواني لوی درستیز شیر محمد کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو ملاتړ مهم دی او په ۹۵ کال کې د قاطع ملاتړ مأموریت له افغان ځواکونو ښه ملاتړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د امنیتي ځواکونو د فعال ساتلو په برخه کې یعنې د جلب او جذب، روزنې او سمبالنې په برخو کې بهرنیو ځواکونو رول لوبولی دی او د پلان مطابق د اکمالاتو په برخه کې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او حتی په ځینو مواردو کې په جنګي وظایفو کې هم له افغان ځواکونو سره مرسته کوي."

خو په افغانستان کې روانو جګړو له ګڼو ملکي وګړو هم ژوند واخیست هغه کسان چې په جګړو کې ښکېل نه‌دي.

له بلې‌خوا انتحاري حملو او د سړک غاړې ماینونو بیا افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ۹۵ کال ۱۵۶۵ملکي وګړي وژل شوي په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۹۴ کال کې ۱۴۷۶ تنو ته رسېده.

خو د کورنیو چارو وزارت له لوري د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له شمېر سره ډېر توپیر لري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ۱۳۹۵ کال دلوې میاشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپور د خپرېدو پر مهال وویل چې ۲۰۱۶ میلادي کال کې نېږدې ۳۵۰۰ تنه وژل شوي او له ۷۹۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوناما په ۲۰۱۶ کال کې د ملکي تلفاتو ۱۱۴۱۸ شمېره ثبت کړې ده چې په ټوله کې د وړم کال په پرتله ۳ سلنه ډېروالی ښيي زه د تلفاتو ډېرېدو اندېښمن کړی یم په تېره بیا د ماشومانو مرګ ژوبلې او دا چې ژوند یې خراب شوی دی."

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او افغان چارواکي وايي ملکي وګړو ته تر ډېره مرګ ژوبله د وسله‌والو مخالفینو له لوري اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تېر کال د حملو د دفع کولو په برخه کې افغان امنیتي ځواکونو ته ښه کال نه‌وه ځکه چې د ده په خبره په دغه کال کې د ملګي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله زیاته وه.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتحاري او نفوذي حملو د مخنیوي په برخه کې ځیني مشکلات وه ځکه چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې تر څنګ د ملګي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته وه."

د امنیتي چارواکو په خبره دا مهال په افغانستان کې ۹ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي په ۱۳۹۶ کال کې به له طالبانو د یادو سیمو د بېرته نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.

د طالبانو تر څنګ داعش د افغان امنیتي ځواکونو او خلکو پر وړاندې بله ننګونه ده او افغان امنیتي ځواکونه د دغه دروند مسؤلیت ته اوږه ورکړې خو وبه‌لیدل شي چې ۹۶ کال به د افغانانو او په خاصه توګه د امنیتي ځواکونو لپاره څنګه کال وي.

راپور: محمد حدیث پردېس