احمدزی: حکومت باید مسکو غونډه کې له یوې هر اخیزې اجنډا سره ګډون وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له افغان حکومت نه غواړي چې د مسکو په راتلونکې غونډه کې له خلکو او ملي شورا سره په مشوره له یوې هر اړخیزې اجنډا سره ګډون وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې روسیه به د اپرېل میاشتې نیمايي کې دغه ناسته جوړه کړي چې افغان پلاوی به هم په‌کې ګډون ولري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ناسته ډېره مهمه ده او ټینګار کوي چې له دغې ناستې نه مخکې باید حکومت د ملت له استازو سره مشوره وکړي.

نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان باید په دغې ناسته کې موجود وي او د دې تر څنګ موږ له حکومت نه غواړو چې په هره سیمه‌ییزه ناسته کې ګډون کوي باید د ملت او د ملي شورا له مجلسینو سره مشوره وکړي تر څو په یاده ناسته کې با اهمیته ګډون ولري."

تمه ده چې دغه ناسته د روسیې په کوربه‌توب او د افغانستان په شتون سره د دولسو هېوادونو په ګډون او دغه‌شان د امریکا په‌شمول د شپږ جمعه یو هېوادونو او منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون جوړه شي.

تر دې دمخه روسیه دوه ځلې د روسیې، چین، او پاکستان د استازو په ګډون د درې اړخیزې او د روسیې، افغانستان، هند، چین، ایران او پاکستان د استازو په ګډون د شپږ اړخیزې غونډو کوربانه وه چې اصلي موضوع‌یې د افغانستان سوله او طالبان و.

د افغانستان د سولې لپاره د خبرو د زمینې برابرول او د طالبانو ډلې په تړاو د مسکو لومړنۍ ناسته چې د افغان حکومت استازو په‌کې ګډون نه‌درلود د حکومت له تندو غبرګونونو سره مخ شوه خو په دوهمه ناسته کې د افغانستان استازي ګډون وکړ.

د روسيې ایترتاس خبري اژانس خبر ورکړی چې د مسکو په راتلونکې ناسته کې امریکا ته چې د افغانستان یو ستراتیژیک شریک دی هم بلنه ورکړل شوې، خو امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې د روسیې اینټرفکس خبري اژانس هم د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په حواله لیکلي چې کابل په یاده ناسته کې د طالبانو د استازي له ګډون سره موافق دی.

دغه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې تر دې دمخه له طالبانو سره د روسیې د نېږدې اړیکو په اړه راپورونه ورکړل شوي و، خو په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان یوه ترهګره ډله یاده کړې او اړیکي یې ورسره یوازې د هغه هېواد د ګټو پر بنا تائید کړې دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، لا تر اوسه په یاده ناسته کې د مخالفو وسله‌والو په ځانګړي ډول د طالبانو د استازو د ګډون په اړه بحث نه‌دی شوی.

تواب غورځنګ.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند تواب غورځنګ وویل:

"بې له شکه چې افغان حکومت به په قوت، وضاحت او جدي استدلال سره او د مرکزیت اصل ته په پاملرنې سره چې د خبرو اصلي محور به‌یې د افغانستان د دولت له‌خوا سوله وي په دغې ناسته کې ګډون وکړي، تر اوسه په یاده ناسته کې د طالبانو د ګډون په اړه هېڅ ډول بحث او د نظر تبادله نه‌ده شوې، یوازې مسؤل هېوادونه او هغه دولتونه به چې نړیوال او ملي مشروعیت ولري په دغې ناسته کې ګډون وکړي."

افغان حکومت په دې باور دی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو اصلي لاره ده او د دا شان ناستو جوړېدل د افغانستان د سولې او ثبات سره مرسته کوي.

د ولسي جرګې مرستیال وايي، په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې په برخه کې همغږی عمل ولري، د خبرو مېز ته د طالبانو د کېنولو لپاره لار، ښه هوارېدلای شي.

راپور: اجمل تورمان