روستیايي: ارزګان کې پولیس او زورواکي له ماشومانو ناوړه جنسي ګټه اخلي

ارزګان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست وايي په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو کې له ماشومانو ناوړه کټه اخیستل کېږي.

یاد مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې بچه بازي یو دود ګرځېدلی او د بشر حقونه له پامه غورځول شوي.

عبدالشکور روستايي د دوشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې یو شمېر زورواکانو د بشر حقونه تر پښو لاندې کړي او په خبره‌يې چې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کوي.

عبدالشکور روستایي.

ښاغلي روستايي زیاته کړه:

"که چېرې یوه ښځه له کور څخه وتښتي او د خپل حق غوښتنه وکړي په هغې پسې هر سړی بد وايي، خو ولې که یو نارینه هلک له ځان سره ګرځوي او زنا ورسره کوي نو هغه ته هېڅ‌څوک څه هم نه‌وايي."

روستايي وايي، ارزګان ولایت کې دولت د بشري حقونو په ساتنه کې پاتې راغلی او په دې برخه کې هېڅ ډول لاسته راوړنه نه‌لري.

له دې سره په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه پلرونه چې څوارلس او پنځلس کلن تنکي بچیان‌يې زورواکانو په زور باندې له ځان سره یوځای کړي له دولت څخه غوښتنه کوي چې بچیان دې د دغه زورواکانو له منګولو څخه وژغوري.

د هغوی له جملې یو هم ۵۵ کلن عبدالباقي او بل ځوان نجیب‌الله دی چې ازادي راډیو ته‌يې داسې وویل:

"دوه بچیان مې دي یو ۱۴ کلن دی بل ۱۵ کلن دی زورواکانو راڅخه خطاء ایستلي دي او له ځان سره‌يې ګرځوي ،لس ځلي ورغلی یم چې دغه زما بچیان په لاس راکړه نه‌يې راکوي."

"ورور مې دی د ۱۴ کلونو دی پولیسو راڅخه خطاء ایستلی او له ځان سره‌يې یوځای کړی دی، اوس‌يي په لاس نه‌راکوي."

ارزګان د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلېنو په خبره ۸۰ سلنه خلک‌يې نالوستي دي.

بل‌خوا دیني عالمان هم دغه عمل د اسلام او شریعت له نظره خلاف عمل ګڼي.

په ارزګان ولایت کې د ارشاد حج او اوقافو ریاست د عامه اړیکو مسؤل مولوي حیات‌الله له خلکو غوښتنه وکړه چې له دغه ډول ناروا عمل څخه لاس واخلي ځکه په خبره‌يې دغه کار په اخرت کې د سخت عذاب سبب ګرځي.

مولوي حیات‌الله زیاته کړه:

"موږ او تاسې که فکر وکړو چې د لوط «ع» قوم ولې تباه شو، ځکه تباه شو چې لواطت‌يې کاوه او خدای «ج» ورته په قهر شو تباه‌يې کړ."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري هم دا مني او وايي چې ډېر ژر به لاس په کار شي او د هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې دغه ډول ناوړه کارونه کوي.

نوموړی وايي، کوم کسان چې دغه ناوړه کارونه تر سره کوي هغه ټول یا د ولسوالیو امنیه قوماندانان دي او یا هم نور زورواکان دي.

غلاف فاروق سنګري.

ښاغلي سنګري:

"دا واقعیت دی چې زموږ په پولیسو کې کم عمره ماشومان شتون لري او د پوستو مشران ورباندې بچه بازي کوي، خو زه دا ژمنه کوم چې دا ناوړه فرهنګ به زه ډېر ژر له‌منځه یوسم."

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې د ماشومانو د ساتني په برخه کې هېڅ اداره شتون نه‌لري.

راپور: شریف‌الله شرافت