د مسکو ښار چارواکو د اداري فساد ضد يوې مظاهرې مخه ونیوله

د مسکو ښار چارواکو د اداري فساد ضد يوې مظاهرې ته چې د سياسي مشر الکسي ناوالني له خوا پلان شوې وه، اجازه ورنه کړه.

په هغه بيان کې چې ناوالني نن يکشنبه پر خپل ويبسايټ خپور کړى، د ښار يوه مقام ويلي، دغه پلان شوى لاريون د ټرافيک جريان ته خنډ پېښوي، ملکيتونه زيانمنوي او د ځايي اوسېدونکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

انټرفاکس خبري اژانس د مسکو د يوه لوړ رتبه امنيتي چارواکي ولاديمير چيرنيکوف په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، دغه لاريون ته د اجازې نه ورکولو پرېکړه نهايي ده.

سياسي مشر ناوالني د سې شنبې په ورځ کرملين ته نېږدې د مسکو پر يوه عمومي سړک د دې لاريون کولو غوښتنليک سپارلى و او ويلي يې وو چې تر ١۵زرو ډېر کسان به په کې برخه واخلي.

دا په هغه ورځ د ۵٣ پلان شويو مظاهرو له جملې يو لاريون و.

د مسکو مقاماتو د ناوالني له خوا تنظيم شوې مظاهرې ته کوم بل ځاى هم نه و مشخص کړى.