حافظي: پاکستان کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټېرونه پاتې دي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې وايي، د تورخم او سپین بولدک لارو د بندېدو له امله، د لس هاوو امریکايي ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه په پاکستان کې بند پاتې دي.

د دې ادارې د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغان سوداګرو د مالونو ۱۵ زره کانټینرونه په پاکستان کې بند دي او هره ورځ ۱۵۰ نور پردې شمېرې ورزیاتېږي.

اذرخش حافظي وویل:

"که وضعیت همداسې پاتې شي، زموږ د مالونو ۱۵ زره کانټینرونه په پاکستان کې بې سرنوشته پاتې کېږې، که د هرکانټینر د مال ارزښت ۲۰ زره امریکايي ډالر وګڼو، زموږ د سوداګرو، تقریباً د درې سوه میلیونه ډالرو مال هلته بند پاتې دي."

د ښاغلي حافظي په وینا، افغان سوداګر د تورخم او سپین بولدک له لارې د تجارتي مالونو په لېږدولو کې زیاته ګټه کوي او له دې امله بدیل لار نه لري.

د افغانستان حکومت ویلي چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارو د پرانیستلو ژمنه کړې خو دقیق وخت یې نه دی څرګند کړی.

د پاکستان حکومت په فبرورۍ کې په سند ایالت کې تر خونړۍ چاودنې وروسته له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.