ټاکل شوې مشرانو جرګه لوړپورړي امنیتي چارواکي استجواب کړي

په پام کې ده مشرانو جرګه سبا يکشنبه د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس استجواب کړي.

مشرانو جرګې ته د تاج محمد جاهد، عبدالله حبيبي او معصوم ستانکزي د استجواب دليل په هېواد کې د ناامنيو زياتېدل، په ځانګړي ډول د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون وروستۍ حمله بلل شوې ده.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اصف صديقي په دې باب ازادي راډيو ته وويل:

"دا چې مشرانو جرګې امنيتي سکټور رابللى، يو علت يې دا دى چې غواړو له دوى ځواب ترلاسه کړو چې په هېواد کې د ناامنيو علت څه دى، غواړو له دوى خپلې پوښتنې مطرح کړو."

په همدې حال کې ولسي جرګه هم په پام کې لري چې د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ استيضاح کړي.

په کابل کې پر سردار محمد داود خان روغتون له حملې وروسته پر امنيتي بنسټونو انتقادونه زيات شوي او د دې حملې په مخنيوي کې په ناغېړي تورن شوي دي.