روسیه: افغاننستان دې د پخواني شوروي پروژو رغونې ته شرایط برابر کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، که افغان حکومت افغانستان کې د پخواني شوروي پر مهال د اقتصادي پروژو بیارغونه غواړي نو باید د پانګونو لپاره روسي کمپنیو ته لازم شرایط برابر کړي.

له دې مخکې روسي رسنیو مسکو کې د افغانستان د سفارت د یوه ډیپلوماټ له قوله په راپور کې ویلي و چې روسیه باید د هغو غیرفعالو پروژو په بیارغونه کې مرسته وکړي چې د پخواني شوروي اتحاد پرمهال جوړې شوي. د یاد شوي ډيپلومات په وینا د دې پروژو شمېر سلو ته رسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د دې غوښتنې د عملي کولو لپاره په کار ده چې افغان حکومت د روسي پانګونو د ملاتړ لپاره یو لړ اقدامات وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا

مېرمن زاخارووا پر افغان چارواکو غږ وکړ چې روسي پانګوالو ته د پانګونو لازم شرایط برابر کړي.

نوموړې وویل چې که دا شرایط برابر شي نو د عامه تآسیساتو د هغو پروژو د بیا رغونې کار عملي کیدای شي چې څو لسیزې مخکې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړې شوې دي او د مېرمن زاخارووا په وینا هغه مهال یې د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره د پام وړ مرسته کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه چې دې برخه کې د عملي کار د پیل لپاره ویناوې باید له عملي اقداماتو سره ملګرې وي.

ماریازاخارووا وايي، روسي کمپنیو د افغانستان د عامه تأسیساتو د رغونې له پروژو سره د مرستې هڅه کړې ده خو تردې دمه له خنډونو سره مخامخ شوې دي.

ویاندې زیاته کړه چې دا مهال دوی یوازې مسکو کې د افغانستان د سفارت د هغې غوښتنې هرکلی کوي چې افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د مهال د سلو پروژو په بیارغونه کې د مرستې غوښتنه یې کړې، خو مېرمن زاخارووا ټینګار وکړ چې که دا کار عملي شي نو دا به د افغانستان او روسیې ترمینځ اړیکي یوه نوي پړاو ته لوړې کړي.