حسین خېل: ګمرکي مامورین تورخم کې خپلو دندو ته راستانه شوي

په تورخم کې د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د پاکستان ګمرکي مامورین او د تلاشۍ کارکوونکي نن د تورخم په دروازه کې خپلو دندو ته ستانه شوي خو لار لا نه ده پرانیستل شوې.

په تورخم کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد ایوب حسین خېل نن ازادي راډیو ته وویل، د تورخم د پرانیستل کېدو په صورت کې افغانستان ته د ملکي خلکو په جامه کې د ترهګرو د راتګ امکان یې په پام کې نیولی او د مخنیوي لپاره يې تیار دي.

محمد ایوب حسین خېل وویل:

"الحمدلله، جدي تدابیر لرو. سرحدي پولیس د خپل مسؤلیت په سیمه کې د ترهګرو او قاچاقبرانو د فعالیت د مخنیوي توان لري، په ځانګړي ډول تورخم کې چې ټرانزیټي لار ده، هلته موږ ښه تیار یوو."

یوه افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم او سپین بولدک دروازې به نن پرانیستل کېږي.

په تورخم کې د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل، تر لس زره زیات خلک او سل هاوو بار وړونکي موټر د تورخم لارې د پرانیستل کېدو په تمه په سیمه کې انتظار دي.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ په میاشت کې په سند کې تر خونړیو حملو وروسته له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.