غني: د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاح پلان جوړ شو

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاح او پياوړتیا څلور کلن پلان جوړ شو.

د ښاغلي غني په وینا، دا پلان به افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ لور ته بوزي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر بېګا د امنیتي ځواکونو له لوړ رتبه منصبدارانو سره د کنفرانس په پای کې د دې خبرو تر څنګ، ټینګار وکړ چې د امنیتي ځواکونو په فعالیت کې باید لاسوهنه ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر څو ورځې وړاندې د امنیتي ادارو د اصلاحاتو مشري د ملي امنیت ادارې پخوانی رئیس، امرالله صالح ته وسپارله.