اتمر د سولې په هدف طالبانو سره د روسیې تماسونه ستایلي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سولې په هدف د وسله والو طالبانو سره د روسیې د حکومت تماسونه ستایلي دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا سکرټر ویلي چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته د طالبانو د هڅولو لپاره يې له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مسکو کې د روسیې د ملي امنیت شورا له سکرټر سره وکتل او د ترورېزم پر ضد په مبارزه ، د افغانستان د سولې پر ټينګښت او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به روسیې ته په درې ورځني سفر کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره وګوري.