د نادعلي عملیات د ولسوالۍ تر مرکزه ورسېدل

د هلمند ولایت د نادعلي عملیات د ولسوالۍ تر مرکزه ورسېدل.

د هلمند چارواکي وايي، عملیات به تر هغه روان وي چې له لاسه وتلې ټولې سیمې بېرته تر ولکې لاندې راولي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال په یوه خبري ناسته کې ویلي دي چې افغان ځواکونه تلفات نه لري خو په لسګونه وسله‎وال او د هغو مهم قومندانان يي وژلي دي.

څو ورځې کېږي چې د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه او نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي چې د مسؤلینو په خبره ګڼې سیمې يې بېرته د وسله‎والو څخه نیولي دي.

نور حال د محمد الیاس داعي په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي داعي راپور