چارواکي: هلمند کې ډېره اندازه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي

د خاصو افغان ځواکونو قومانداني وايي چې هلمند کې یې د مخدره موادو پر ضد په یو لړ عملیاتو کې ډېره اندازه مخدره مواد له‌منځه وړي دي.

دې قوماندانۍ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خاصو افغان عملیاتي ځواکونو دا مخدره مواد چې بیه‌یې تر ۳ میلیونه امریکايي ډالرو زیاته اټکل کېږي، په هلمند کې له‌منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې د دغو مخدره موادو له‌منځه وړل د دولت وسله‌والو مخالفانو ته لوی ګوزار بلل شوی دی.

مخدره مواد د طالبانو د عوایدو لویه سرچینه ګڼل کېږي.