طالبانو د پستو له ځنګلونو د ۱۵ میلیونه ډالرو حاصل اخیستی

وسله‌والو طالبانو د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د پستو له ځنګلونو د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت حاصل ټول کړی دی.

د انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس، د بادغیس د کشک کهنه ولسوال ویلي چې طالبانو دوه ځنګلونه چې شااوخوا ۳۲ زره هکتاره ځمکه‌یې پوښلې ده، د تېر کال په دوبي کې له خلکو ونیوله او د پستو حاصل‌یې ځان ته ټول کړ.

راپورونه وايي چې طالبان د جګړې د تمویلولو لپاره بدخشان کې لاجورد استخراجوي او په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم کانونه په غیر مسلکي ډول استخراجوي او معدني مواد بهر ته صادروي.