پر سردار داوود خان روغتون د حملې په تړاو لومړنۍ څېړنې اعلان شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي مشر وايي، تر دې دمه داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې له روغتونه له بریدګرو سره مرسته شوې وي. د پلاوي مشر جنرال هلال‌الدین هلال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دې قضیې په تړاو د یوه جنرال په ګډون ۲۴ تنه نیول شوي خو لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي. وېډیو او اېډیټ ولي سباوون.