د اراضۍ اداره: ۳۰ ولایتونو کې ۱،۳ میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې

د افغانستان د اراضۍ اداره وایي، دا مهال د دې هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۱،۳ میلیونه جریبه ځمکه د عادي خلکو، زورواکو او مافیایي ډلو له‎خوا غصب شوې ده.

د دغې ادارې ویاند غلام حسین رحماني د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، د هېواد په کچه څه باندې ۱۵ زره کسان د دغو ځمکو غصب کې ښکېل دي چې ستره برخه‌یې زورواکي جوړوي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"په ټوله کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ځمکې غصب شوي دي، په غاصبینو کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، مخور او غیر مسؤله وسله‌وال شامل دي. د کوچني او سترو غاصبینو شمېر ۱۵ زره ۸ سوه او ۳۱ کسانو ته رسېږي. دولت د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره سیاسي اراده لري."

ښاغلی رحماني وايي، د ځمکو ډېره برخه بلخ، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو کې غصب شوې ده.

دی وايي، د هېواد په سطحه پر دولتي غصب شویو ځمکو ۳۵۰ ښارګوټي هم جوړ شوي چې هېڅ ډول رسمیت نه‎لري.

د افغانستان د اراضۍ اداره وایي، یوه پنځه کلنه ستراتیژي یې هم جوړه کړې چې له مخې به‌یې افغانستان کې د ځمکو د غصب مخه ونیول شي او د دغې ستراتیژۍ د تطبیق لپاره حکومت ژمن دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار هم په یوه ارزونه کې ویلي چې افغانستان کې د ځمکو د اصلاحاتو پروګرام لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي او په نهایت کې هغه بودجه چې په دې برخه کې د امریکا له‎خوا مصرف شوې وه ضایع شوې ده.

له دې مخکې ولسمشر غني په درېیم ملي ښاري کنفرانس کې د غصب شویو ځمکو په بېرته راګرځولو او د غاصبینو پر نیولو ټینګار کړی و او ویلي و چې راتلونکی کال به حکومت د غصب شویو ځمکو پر مسئلې ډېر تمرکز ولري.

ولسمشر غني همداراز ویلي و چې ۴۰۰ جریبه ځمکه بېرته له غاصبینو څخه راګرځول شوې.

اخوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ولسمشر د سپارښتنې له مخې یې د سلګونه جریبه ځمکې د غصب مخه نیولې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"د ډېرو ځمکو د غصب مخه مو نیولې، په هغو ځایونو کې چې ستونزې وې او ځینو پلان درلود چې ځمکې غصب کړي، کابل او ولایتونو کې موږ د سلګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیوله. هغو کسانو چې ځمکې غصب کړي، عادي خلک، سوداګر او قوماندانان دي چې ټول پېژندل شوي."

ښاغلی دانش که څه هم ډېر جزئیات نه‌ورکوي خو وايي چې د ځمکو د غصب په تور یو شمېر کسان نیول شوي هم دي.

د مسؤلانو په خبره د ځمکو د سترو غاصبینو تر څنګ یو شمېر عادي افغانان هم په دولتي ځمکو کورونه او ودانۍ جوړې کړي او ان ځینو سیمو کې د دولتي ځمکو پر سر د عامو خلکو تر منځ نښتې شوي چې تلفات‌یې هم رامنځته کړي دي.

راپور: عبادالله حنان‌زی