راپور: له ۲۰۱۱ راهیسې سوریه کې ۸۰۰ روغتیاپالان وژل شوي

یو معتبر طبي راپور چې په لانست طبي ژورنال کې خپور شوی، وايي چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په سوریه کې ۸۰۰ روغتیاپالان او طبي کارکوونکي د جنګي جنایت قرباني او وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، په سوریه کې اکثر ډاکتران او روغتیاپالان پر روغتونونو د بمباریو، شکنجې او هدفي قتلونو قرباني شوي چې وايي، د بشارالاسد حکومت زیات لاس په‌کې لري.

لانست میډيکل ژورنال وايي، ۱۵ زره صحي کارکوونکي له سوریې تښتېدلي چې له امله‌یې زرګونه ملکي کسان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

په راپور کې راغلي، سلګونه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، سلګونه شکنجه شوي او سلګونه روغتیايي مرکزونه چې په سیستماتیک ډول حملې ورباندې شوي، له‌منځه تللي دي.

په راپور کې راغلي چې له سوریې لږ تر لږه پنځلس زره ډاکتران د جګړې په کلونو کې وتښتېدل چې له امله‌یې زرګونه ملکي وګړي له روغتیايي امکاناتو بې‌برخې شوي دي.

په سوریه کې پر روغتیايي کارکوونکو او مرکزونو د حملو په اړه دا راپور د بېروت، بریتانیې او امریکا د څارونکو یوې ډلې، د امریکا او سوریې د طبي ټولنې او یو شمېر انجوګانو په مرسته جوړ شوی دی.

د لانست ژورنال په سرمقاله کې د داسې جنګي جنایت په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او نړیوالې ټولنې ناکامۍ ته اشاره شوې ده.