د لیبیا اپوزېسیون ډلو حکومت له روسیې پوځي مرسته غوښتې

د لیبیا په ختیځ کې د اپوزېسیون ډلو حکومت چې په طرابلس کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د رامنځته شوي حکومت مخالف دی، له روسیې پوځي مرسته غوښتې ده.

په طبرق کې د اپوزېسیون حکومت ویاند عقیله صالح ویلي، روسیې د مرستې ژمنې ورسره کړې ده.

عقیله صالح پرون د روسیې یوه خبري اژانس ته وویل:

"زموږ زیات عسکر روسیې روزلي، په روسي ژبه خبرې کوي اوله روسي وسایلو کار اخیستل‌یې هم زده کړي دي."

صالح زیاته کړې چې روسیې له ترورېزم سره مبارزه کې د همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.

صالح همداراز ټینګار کړی چې د اسلام‌پالو ډلو د مخالف، قوماندان خلیفه حفتر په مشرۍ پوځ به‌یې هغه بندرونه او سیمې چې تېل استحصالېږي او تصفیه کېږي، د طرابلس له حکومته ونیسي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې خلیفه حفتر تېر کال دوه وارې مسکو ته ولاړ او د لیبیا سواحلو ته نېږدې یې د روسیې یوې بېړۍ ته چې الوتکې لېږدوي، ځای ورکړ.

په طبرق کې د اپوزېسیون حکومت ویاند وویل چې د خلیفه حفتر د پوځ ۷۰ عسکر تېره میاشت، د طبي معاینو لپاره روسیې ته واستول شول.