اروپايي ټولنې د سوریې د بیارغونې لپاره پلان په ډاګه کړ

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ په سوریه کې د بشارالاسد حکومت پر ضد د اعتراضونو د پیل د شپږمې کلیزې په درشل کې د جګړه ځپلې سوریې د ملاتړ او بیارغونې لپاره پلان په ډاګه کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني د سې شنبې په ورځ یو پلان خپور کړ چې د ماینونو له پاکولو نیولې تر انتخاباتو پورې مسئلې په‌کې ځای شوې دي.

فدریکا موګرېني پرون د دې پلان په اړه وویل:

"دې پلان کې به سوریه او سوریايي وګړي ګډون ولري. ټوله سیمه په ځانګړي توګه ګاونډي هېوادونه به په‌کې شریک وي."

اروپايي ټولنه لا دمخه سوریايي وګړو ته لوی مرسته برابرونکی سازمان دی.

دې ټولنې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې تر اوسه د بشري مرستو، پراختیا او اقتصادي کمکونو په ترڅ کې تر ۱۰ میلیاردو ډالرو زیاته مرسته د سوریې لپاره ورکړې ده.

دا ټولنه په سوریه کې پوځي رول نه‌لري.

د سوریې د بیارغونې لپاره د دې پلان سره په یو بل سند کې اروپايي کمېسیون ویلي، د هغو تدابیرو په ترڅ کې چې اروپايي ټولنه به‌یې ونیسي، د امنیت سره د مرستې، ماین پاکولو او د اوربند د څارنې په شمول د بیارغونې د ملاتړ لپاره د بودجې برابرول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سې شنبې په ورځ د سوریې د سولې خبرې د اپوزېسیون د استازو پرته بیا پیل شوې چې په‌کې د کوم جوجاړي د رامنځته کېدو لپاره هیله‌مندي کمه شوې ده.

د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې شااوخوا ۳۰۰ زره کسان وژل شوي او میلونونه نور بې‌کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د سوریې کړکېچ د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د انسانانو په لاس رامنځته شوی تر ټولو ستر ناورین بللی دی.