لېوال: د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس په جبر بېل شوی

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، پاکستان په ډیورند کرښه کې د ستونزو په رامنځته کولو او پر کډوالو باندې د فشار راوړلو له امله یو خطرناک سیاست پر مخ وړي.

د دغه وزارت سرپرست غفور لېوال نن په کابل کې خبریالانو ته وویل پاکستان هڅه کوي چې د ډیورند فرضي کرښې دواړه خواو ته سیمې تخلیه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ لپاره تر ټولو مهمه خبره د سیمې د خلکو د سرنوشت خبره ده، دا که د ډیورند له کرښې دې خوا او یا هم هغې غاړې ته پراته دي له تاریخي پلوه دا یو ولس دی چې د ښکېلاک او جبر په چاړه بېل شوي دي."

ښاغلی لېوال زیاتوي افغان حکومت به د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو حقونه خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د پاکستان له لوري د افغانستان په یو شمېر سیمو راکټي حملې روانې دي.

ښاغلی لېوال وايي چې له پاکستاني لوري سره د ستونزو د حل په هدف خبرې روانې دي چې د نوموړي په خبره که نتیجه‌یې ورنه‌کړه نو خلک به په دې اړه تصمیم ونیسي.