فروغ: د کابل ښار بني حصار کې ۲ پولیس په ډزو وژل شوي

د کابل امنیه قوماندان وايي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند په بني حصار سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.

حسن شاه فروغ نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده او په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

ښاغلی فروغ زیاتوي پولیس د سړک په سر په تلاشۍ مصروف و چې وسله‌والو پرې حمله کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.