هرات چارواکي: طالبانو "اوبې" کې د یوه ځوان لاس او پښه پرې کړې

د هرات ولایت چارواکي وايي، وسله‎والو طالبانو پرون مازیګر په اوبې ولسوالۍ کې په یوه صحرايي محکمه کې د یوه ځوان لاس او پښه پرې کړې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دې ځوان ته د غلا په تور د طالبانو په محکمه کې د لاس او پښو د غوڅولو حکم ورکړل شو.

ښاغلی فرهاد وایي، متضرر یوه میاشت مخکې د طالبانو له‎خوا نیول شوی و او صحرايي محکمې پرون مازیګر د هغه د ښي لاس او کیڼې پښې د پرې کولو حکم ورکړ.

دی زیاتوي:

"هغه له هر راز اسناد او شواهدو پرته په صحرايي محکمه کې محاکمه کېږي او له بده مرغه یو لاس او یوه پښه‌یې د اوبې ولسوالۍ د مرکز په پنځوس کېلو متره واټن کې پرې کېږي."

که څه هم سیمه‌ییز چارواکي طالبان په دې پېښه کې ګرموي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

طالب وسله‎والو څلور کاله مخکې هم د یوې امنیتي کمپنۍ دوه کارکوونکي د هرات له شمالي ولسوالۍ کشک رباط سنګي څخه وتښتول او وروسته‌یې د غلا په تور لاس او پښې ترې غوڅ کړل.