عامې روغتیا وزارت: د کابل ښار چاودنه کې یو تن وژل شوی ۱۱ نور تپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار تایمني سیمې په نننۍ چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او اته تنه نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي که څه هم د دغې چاودنې هدف په ډاګه نه‌کړ خو ازادي راډیو ته‌یې وویل چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې په دغې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې شېبه وړاندې د کابل ښار په تایمني سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره پېښه تائید کړه خو په دې اړه‌یې نور معلومات ورنه‌کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په چهارشنبې ورځ په کابل ښار کې پر سردار محمد داوود خان روغتون ډله‌ییزه انتحاري حمله کې لسګونه مړه او ټپیان شول.

  • پخواني معلومات:

شېبه وړاندې د کابل ښار تایمني سیمه کې چاودنه شوې.

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي پېښه تائیدوي خو وايي تر دا مهاله د پېښې نوعیت نه‌دی معلوم.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې سیمې ته امنیتي چارواکي رسېدلي دي او په دې اړه به نور جزئیات وروسته څرګند شي.

تر دا مهاله نه‌ده معلومه چې دا چاودنه پر چا شوې ده.