ولسي جرګه د امریکا د کانګرس له یوې طرحې هرکلی کوي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د امریکا د کانګرس له هغې طرحې هرکلی کوي چې له مخې یې پاکستان د ترورېستانو د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي.

عبدالرؤف ابراهیمي نن د ولسي جرګې په عمومې غونډه کې وویل:

"د افغانستان د ملاتړ په اړه د امریکا کانګرس موضع‌ګېري او همدارنګه چې پاکستان‌یې تورن کړی چې ګواکې د ترورېزم ملاتړی دی، ولسي جرګه د امریکا د کانګرس له دې موقفه ملاتړ کوي."

ښاغلي ابراهیمي د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه وغوښتل چې د خپلو صلاحتیونو په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم اجرأت وکړي.

د راپورنو له مخې د امریکا کانګرس یو شمېر غړو په دې وروستیو کې یوه طرحه ترتیب کړې چې له مخې یې پاکستان په رسمي ډول د ترورېزم د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي.