عبدالله: د کابل د وروستۍ حملې مسؤلیت طالبانو ته متوجه دی

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې اصلي مسؤلیت وسله‌والو طالبانو ته متوجه دی.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې رسنیو ته وویل چې دغې ډلې په افغانستان کې د نورو ترورېستي ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې ترورېستي ډلې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي، خو د کابل د وروستۍ پېښې اصلي مسؤلیت وسله‌والو طالبانو ته متوجه دی چې په افغانستان کې یې ټولو ترورېستي ډلو ته زمینه برابره کړې ده او همدارنګه هغو کسانو ته متوجه کېږي چې له طالبانو یې ملاتړ کړی او لاهم دغه ملاتړ ته دوام ورکوي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم تر دې وړاندې ویلي چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د شلو ترورېستي ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې د خونړۍ حملې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی.