افغان مظاهره‌چیان: دندو کې پاتې چارواکي دې له دندو لیرې شي

د وطن د مبارزو ځوانانو سازمان لسګونه غړو نن په کابل کې مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او د کابل وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو یې امنیتي چارواکي په بې‌غورۍ او بې‌کفایتۍ تورن کړل.

دوی همدارنګه د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره وویل چې امنیتي چارواکي په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي او باید له دندو لیرې شي.

د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې د خونړۍ حملې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.