مقبل: د لښګرګاه د ۳ امنیتي حوزې ځینې سیمې له طالبانو نیول شوي

افغان ځواکونو د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې ځينې مهمې سیمې د طالبانو څخه نیولې دي.

په هلمند کې د سرحدي لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مقبل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل په هغو عملیاتو کې چې تېره شپه بولان کې ترسره شوي دي د وسله‌والو یو شمېر هغه پټنځایونه له‌منځه وړل شوي دي چې له هغه ځایه‌یې پر افغان ځواکونو بریدونه کول.

مقبل وویل په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونه تلفات نه‌لري، خو ۱۷ وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.