د هلمند نادعلي کې عملیات څه ډول روان دي؟

که څه هم هلمند کې د میوند ۱۷ په نوم دغه عملیات اوونۍ وړاندې پیل شوي دي،خو خلک وايي، ډېر پرمختګ نه‎لري.

د هلمند چارواکي وايي، د ملکي او نظامي تلفاتو د مخنیوي په خاطر نه‌غواړي عملیاتو کې عجله وکړي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نادعلي د عملیاتو سیمې ته تللی دی، خو د پولیسو مسؤلینو نه د وېډیو اجازه ورکړې او نه‌يې هم مرکه ورسره کړې ده.

ښاغلی داعي وايي، د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه کې ډزې کمې شوې دي او کرار کرار د خلکو ژوند مخ په عادي کېدو دی.

نور راپور دلته:

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي داعي راپور