م. م: ۲۰۱۶ د سوري ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و

ملګري ملتونه وايي، ۲۰۱۶ میلادي کال د سوریې له جګړې څخه د اغېزمن شویو ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق یا یونېسف په یو راپور کې چې نن خپور شو ویلي:

"تېر کال سوریه کې لږ تر لږه ۶۵۲ ماشومان وژل شوي او څو میلیونه نور سوریايي ماشومان د کډوالۍ له کبله ځورېږي."

د دې ادارې په وینا، تېر کال سوریه کې د جګړې په زیاتېدو، د ماشومانو د وژلو، ټپي کېدو او د وسله‌والو په توګه د دوی د ګمارنې اندازه هم زیاته شوې ده.

د یونېسف دا راپور د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل له شپږمې کالیزې دوه ورځې مخکې خپور شوی دی.