چارواکي: د ننګرهار پر ۱۴ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي

د ننګرهار په لیرو پرتو سیمو کې د تېر په څېر د کوکنارو پراخه کښت شوی دی.

ولایتي چارواکي وايي، هغه ارقام چې دوی ته رسېدلي شااوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه کرل شوې چې په خبره‌يې په نېږدې راتلونکي کې به د کوکنارو کښت پر ضد کمپاین پيل شي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ولایتي اداره پلان لري چې روان کمپاین کې به تر یو نيم زر هکټاره ځمکه باندې د کوکنارو کښت له‌منځه یوسي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

نوموړی وايي:

"تقریباً د ۱۴ زره هکټارو په شااوخوا کې به د کوکنارو کښت شوی وي خو موږ د یو نیم زر هکټاره ځمکې د اړولو اټکل کړی چې ان‌شاءالله په راتلونکي کمپاین کې به‌يې واړوو."

که څه هم هر کال د ولایتي ادارې له‎خوا د کوکنارو د کښت پر ضد پراخ کمپاینونه کېږي ولې بیا هم اکثرو ناامنو سیمو کې د کوکنارو کښت نه‌ حاصل اخیستل شوی.

د سیمې خلک وايي، ولايتي ادارې تر اوسه بزګرانو سره هغسې مرسته چې لازمه ده نه‎ده کړې.

دوی وايي، همدا لامل دی چې اکثرو سیمو کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله پر خپلو کروندو کوکنار کري.

دوی زیاتوي:

"زه محمد زمان یم، د کوکنار کروندې زیاتو سیمو کې شوي لکه پچيراګام، خوګياڼو، شيرزاد، هسکې مېنې او د سرخرود ځينو سیمو کې کرل شوي دي، ځينو ولسوالیو کې خو بېخي د ولسوالۍ مقام په یو کېلو مترۍ کې کرل شوي خو خلک مجبوره دي ځکه د حکومت له‎خوا ورسره مرسته نه‎ده شوې چې بديل ورته پيدا شي."

"شبير مې نوم دی، د خوګیاڼو یم، تر اوسه حکومت د کرنې برخه کې دهقانانو سره مرسته نه‎ده کړې چې خلک بدیل کښت وکړي نو خلک د اقتصادي ستونزو له کبله کوکنار کري."

خو د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، سږ کال د کمپاین بڼه بدله ده او هره سیمه کې چې د کوکنارو کښت اړول کېږي په بدل کې بزګرانو سره مرسته کېږي.

دی وايي، په دې وروستیو کې یې د ترکيې ځيني روزل شوي بوټي هم ننګرهار ته راوړي که بزګران‌يې وکري د کوکنارو په پرتله به ورته ګټور تمام شي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"څو ورځې وړاندې د ترکيې څخه ننګرهار ته روزل شوي بوټي چې هغه د مالټو ، مڼو دي او نورو مېوه‌جاتو دي چې دا سوداګریزه بڼه لري دوو کالونو کې حاصلات ورکوي چې که دهقانان دا بوټي وکري د کوکنارو نه ښه حاصل او ښه عايد په لاس ورکوي."

اوس‎مهال د ننګرهار له لسو په ډېرو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي چې د ولايتي ادارې د معلوماتو له مخې په نېږدې راتلونکي کې به د دې کښت پر ضد کمپاین ترسره شي.

بل‎خوا د سیمې خلک وايي، که راتلونکی کمپاین د تېرو کمپاینونو په څېر نمایشي وشي نو هېڅ لاسته راوړنه به ونه‎لري.

دوی له مسؤلينو غواړي هغه پیسې چې د کوکنارو د کښت پر ضد کمپاینونو او پروګرامونو لګول کېږي که په هغې له بزګرو سره مرسته وشي نو د دې ستونزې مخه به هم ورسره ونیول شي.

راپور: شاه‌محمود شینواری