ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره ۷ ولایتونو کې ځانګړی کمپاین وشو

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف په اوو ولایتونو کې په ځانګړي کمپاین کې زرګونه افغانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې اړه په ۱۶۸۵ پروګرامونو کې شااوخوا زرګونه هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.

دغه کمپاین چې د جدي میاشت کې په کابل، بلخ، کندز، هرات، بامیان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې پيل شول اوس هم جریان لري.

اعلامیه زیاتوي چې په دغه کمپاین کې ديني عالمان، ښوونکي او قومي مشران برخه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په روان لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۸ فیصده زیات شوی.