غني: د ولسي جرګې انتخاباتو کې باید د مداخلې مخه ونیول شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید شفافې وي او په دې بهیر کې د هر ډول مداخلې مخنیوی باید وشي.

ښاغلي غني پرون شنبه د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو له کمېشنرانو سره په غونډه کې ټینګار وکړ چې حکومت د شفافو ټاکنو ترسره کولو ته متعهد دی.

ولسمشر غني د ټاکنو د شفافیت د تضمین لپاره د تکنالوژۍ د کارولو یادونه کړې ده.

خو د ارګ په خبرپاڼه کې نه‌ده څرګنده شوې چې د ټکنالوژۍ له کومه ډوله به په دې ټاکنو کې کار اخیستل کېږي.

د ولسمشر دفتر پرون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به راتلونکی کال ترسره کېږي.