ننګرهار کې د داعش ډلې مهم قوماندان عبدالقیوم وژل شوی

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په دیوانه بابا کلي کې د داعش ډلې یو لوی قوماندان مولوي عبدالقیوم وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي دفتر د خبرپاڼې په حواله، مولوي عبدالقیوم د کابل په دهمزنګ سیمه کې د جنبش روشنايي پر لاریون د خونړۍ حملې طراح و.

د خبرپاڼې په حواله، هغه په سمیه کې په شاهین خراساني مشهور و.

خراساني د انتحاري حملو لپاره د وسله‌والو د روزلو مهارت هم درلود.

د خبرپاڼې په حواله، خراساني په ننګرهار کې د دوه سوه وسله‌والو مشري کوله.

د داعش دا قوماندان د ملي امنیت ریاست په عملیاتو کې وژل شوی دی.

په اچین کې په دې عملیاتو کې د داعش یو بل قوماندان فاروقي هم وژل شوی دی.