خوګیاڼی: د ننګرهار نازیانو کې هوايي برید۷ داعشیان وژلي

د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې اووه داعشيان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نن د شنبې په ورځ غرمه مهال د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د نازيانو ولسوالۍ په سپينې ژۍ او لال من‌‌‌‌‌‌ډيي سیمو کې دوه هوايي بریدونه کړي.

د ولایت وياند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې په دې بریدونو کې اووه تنه داعش وسله وال وژل شوي چې ټول پاکستانيان دي.

داعش وسله والو د دې بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.