الکوزی: د افغان سوداګرو تښتونې لاړۍ لا هم روانه ده

د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، په افغانستان کې د سوداګرو د تښتونې لړۍ لا هم ادامه لري.

د دې خونې مرستيال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل، تېر لمريز کال پنځه اتيا سوداګر تښتول شوي وو:

"تېر کال کې موږ تقريباً پنځه اتيا حادثې درلودې، سږکال به هم دغه شمېر تر ٨٠ زيات وي، سږکال هم په ننګرهار، کابل، هرات، بلخ، کندهار، خوست او کندز کې سوداګر تښتول شوي دي."

ښاغلى الکوزى وايي، زيات تښتول شوي سوداګر د پيسو په بدل کې خوشې شوي او دولت توانېدلى چې لږ شمېر سوداګر د تښتوونکو له منګولو خلاص کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال وايي په افغانستان کې د جګړې په نسبت د سوداګرو او پانګوالو اختطاف، پر سوداګرۍ منفي اغېز کړى دى.