چارواکي: ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښت صفر ته رسوو

د ننګرهار ولایت چارواکي په پام کې لري د ولسمشر د حکم سره سم په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت صفر ته ورسوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې له ورځې چې د مارچ ۱۱مه ده، د شاوخوا ۱۵۰۰ هکتار کرل شوېو کوکنارو د کښتونو اړولو کمپاین پیلوي او دا هدف به د ۱۳۹۶ کال د ثور تر وروستیو پورې ترسره کوي.

د خوګیاڼي په خبره اټکل کېږي چې په‎دغه ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه کې یا کوکنار کرل شوي او یا هم د کرلو لپاره زمینه ورته برابره شوې ده.

دې په کتو چې دغه ځمکې تر ډېره په هغو سیمو کې دي چې د وسله‎والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي نو دا پروګرام به څنګه عملي کېږي؟

ښاغلی خوګیاڼی وایي:

"موږ هڅې پیل کړي چې له درېیو لارو یعنې بزګرو ته د ولسوالیو له‎خوا د امکاناتو په ورکولو ، له مخورو سره د خبرو له لارې او که اړتیا وي د پوځي حرکت له لارې په‎دغه ولایت کې د کوکنارو کښت حد اقل ته راولو."

ښاغلي خوګیاڼي وویل، د تېرکال په پرتله دغه ولایت کې د کوکنار کرکیله زیاته شوې خو دقیق ارقام یې ورنه‎کړل.