له پاکستانه راستانه شوي مسافر وايي هلته پرې د ظلم انتها شوې

پاکستان حکومت د تورخم دروازه په مؤقتي ډول د دوو ورځو لپاره د هغو افغان مسافرو پر مخ خلاصه کړې چېپاکستان کې بند پاتې دي.

د سې شنبې په ورځ د تورخم دروازې د خلاصېدو سره سم موږ هم هلته ورغلو څو له نیږدې نه د راستنو شویو مسافرو له حاله ځان خبر کړو.

دوی په تورخم کې ازادي راډيو ته وويل، د کرښې هاخوا په زرګونو افغان مسافر لا هم په انتظار کې پاتې دي او پآکستاني ملیشې اجازه نه ورکوي چې په یو دمي ډول خپل هېواد ته راواوړي.

دوی وويل د سې شنبې په ورځ درې مېرمنې او دوه ماشومان چې ناروغان وو د ډېر انتظار له امله يې ساه ورکړه:

"ثناګل: دا اوس زه راتلم هلته په زرګونو خلک په انتظار کې ولاړ وو ما په خپلو سترګو ولیدل چې درې زنانه او دوه ماشومان راولويدلې اول بې هوښه وې بیا په حق ورسیدې هغه جنازې يي اوس دیخوا راوړې.

خيالي: د دروازې هاخوا ډېر بد وضعیت دی دوه مېرمنې زما په مخکې بې هوښه شوې نور پاکستان زموږ نه دی پکار زه نورو افغانانو ته هم وایم چې د خدای لپاره نور هاخوا مه ځئ."

د دغو تازه راستنو شویو مسافرو زړونه له ګيلو ډک وو او په خبره يي د تېرو اتلسو ورځو په موده کې پر دوی د ظلم انتها شوې.

دوی وايي، نه یوازې وهل او ټکول شوي بلکې هغه پیسې چې دوی د تداوی لپاره وړې وې هلته ترې پولیسو اخيستي دي او اوس يې یوازې خپل ځانونه هېواد ته راورسول:

"شوکت: څومره پیسې چې راسره وې هغه يې هلته رانه واخیستې ناروغ وم ډاکټر ته تللی وم بس خلک به يې نیول پیسې به يې ترې اخیستې او وهل به يې ورکول تاسې زما دا څټ وګورئ زه يې وهلی یم والله که خو کافر هم داسې ظلم په چا وکړي.

نوراغا: زه يې دوه وارې ټیل راټيل وهلم دا زما لاس وګورئ اوس هم زخمي دی بس شکر دی چې اوس خپل هېواد ته راغلم.

عبيدالله: د هاخوا د حال پوښتنه مه کوئ داسې بې شرمي چې هلته ده په نړۍ کې به داسې هېواد نه وي نه د بوډاګانو خيال ساتي نه د زنانه وو څه يې چې د وسې رسيږي ظلم کوي."

بل خوا د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګيآڼي ازادي راډيو ته وويل، د تورخم دروازه په مؤقتي ډول خلاصه شوې ده ولې اساسي ستونزه لا تر اوسه نه ده حل شوې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګيآڼی

نوموړی وايي:

"د پاکستان حکومت له خوا د تورخم دروازه په مؤقتي ډول خلاصه شوې ده د دوو ورځو په موده کې له پاکستانه هغه کډوال چې قانوني اسنادو باندې تللي وي هغوی راتلای شي او دیخوانه پاکستانيان چې اسناد ولري دوی تللی شي نور مسافر تګ راتګ نه شي کولای او د دروازې ستونزه لا تراوسه نه ده حل شوې."

د ويلو ده چې تورخم کې له دراوزې دې غاړه هغه افغان کډوال چې کورونه يې په پاکستان کې دي او دلته خپل او خپلوانو کره راغلي وو هغوی هم بند پاتې دي.

دوی وايي، پاسپورټ او مهاجر کارټونه په لاس لري د پاکستان قونسلګرۍ ورته ویزې هم ورکړي خو اجازه نه ورکوي چې خپلو فاميلونو ته ستانه شي.

دې کډوالو د پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوله چې د تورخم دروازه دې د څو میاشتو لپاره خلاصه کړي څو پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری