د تورخم او سپن‎بولدک دروازې به نن چهارشنبه هم پرانیستې وي

د تورخم او سپن‎بولدک دروازې به نن هم د هغو افغانانو پر مخ پرانیستې وي چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم د دروازې د پرانېستلو په لومړۍ ورځ یعنې پرون شاوخوا لس زره افغانان پر دغې دروازې دې خوا ته را واوښتل.

ښاغلي خوګیاڼي له دغو افغانانو سره د مرستو لپاره د ځینو اقداماتو یادونه هم وکړه.

له کندهاره د ازادي راډیو د خبریال د راپورله مخې د سپین‎بولدک له دروازې هم پرون له پاکستانه په زرګونو کسان د افغانستان خاورې ته داخل شول.

پاکستاني چارواکو دغه دواړه دروازې د شاوخوا شلو ورځو له تړلو وروسته د دوو ورځو لپاره یعنې نن او پرون د هغو افغانانو پرمخ بېرته پرانیستلي چې د پاکستان قانوني ویزې لري او په هغه هېواد کې بند پاتې وو.