د ترکيې، روسيې او امریکا لوی درستیزان نن غونډه کوي

د ترکيې، روسيې او امریکا لوی درستیزان نن د ترکيې په جنوب کې غونډه کوي چې له سوريې څخه د داعش د ایستلو لپاره د واشنګټن په مشرۍ د ائتلاف پرمخګتونه وڅېړي.

هولوسي اکار، جوزیف ډانفورډ او ویلاري ګراسیموف ښايي په سوریه کې د داعش پر ضد د روانې جګړې د دوهم پړاو په اړه خبرې وکړي.

د ترکيې پوځ وايي، په دې درې اړخیزه غونډه کې د سوريې او عراق د وضعیت په ګډون د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کېږي.

که څه هم روسیه، امریکا او ترکیه د سوريې په جګړو کې له مختلفو اړخونو ملاتړ کوي او یو دریځ نه لري خو ټول د اسلامي دولت په نامې ډلې یا داعش پر ضد ګډه مبارزه کوي.