دهقان: پاکستان د کونړ په سرکاڼو او دانګام ۷۶ مرمۍ توغولي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د پاکستان له لوري د دغه ولایت په سرکاڼو او دانګام ولسوالیو شااوخوا ۷۶ مرمۍ توغول شوې دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن ازادي راډيو ته وویل په یادو راکټي حملو کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.

ښاغلی دهقان زیاتوي په توغول شویو مرمیو کې ۶۰ په سرکاڼو او ۱۶ په دانګام راغلي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني لوري د ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورند کرښې ته نېږدې پرتو ولسوالیو باندې لسګونه مرمۍ ویشتي چې د چارواکو په وینا مالي او ځاني زیانونه‌یې اړولي دي.