کلیاپین: د روسیې شکنجه کوونکي چارواکي او افسران باید محاکمه شي

د روسيې د بشري حقونو مخکښې ډلې مشر وايي، څو چې هغه روسي چارواکي او افسران چې زندانیان شکنجه کوي محاکمې ته رانه‎ښکل شي، په روسیه کې شکنجه نه‌بندېږي.

ایګور کلیاپین پرون د ازادي راډیو کرنټ ټایم ټلوېزیوني پروګرام ته وویل، د پولیسو مراکزو کې به هغه مهال شکنجه بنده شي چې ساتونکي او افسران‌يې محاکمه او محکوم شي.

نوموړي له زندانه په تېر فبروري میاشت کې د سیاسي فعال الدر دادین خوشې کېدو ته په اشاره وویل، دا د روسي چارواکو په تګ‎لاره کې کوم بدلون نه‌ښيي بلکې د دادین خوشې کېدل د شکنجې پر وړاندې د هغه د مقاومت نتیجه وه.

د روسيې د بشري حقونو د این جي و مشر ایګور کلیاپین وویل، اکثریت په دې باور دي چې سیسټم نور درک کړې وه چې دادین د شکنجې له لارې نه‎شي ځپل کېدای نو همدې ته پام سره‌يې د هغه د خوشې کولو پرېکړه وکړه.