علي‌زی: مخالفین د لوګر په ناامنۍ غواړي د کابل امنیت خراب وښيي

د لوګر چارواکي وايي، د دولت وسله‎وال مخالفین په دې ولایت کې د ناامنیو له لارې غواړي د مرکز کابل امنیت خراب وښيي.

د لوګر امنيه قوماندان عصمت‌الله علي‌زی وايي، وسله‎وال په هغو ولایتونو کې د زیات فعالیت هڅه کوي چې کابل ته نېږدې پراته دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي او قومي مشران بیا د لوګر د نا امنیو یو لوی سبب په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د اډو او مرکزونو نه‌شتون ګڼي.

د ولایتي شورا غړي وايي، افغان ځواکونه وخت ناوخت په لوګر کې په لوی مصرف عملیات کوي خو په تصفیه شویو سیمو کې نه‌پاتې کېږي.

افغان چارواکي وايي، د افغانستان مرکزي او شمالي سیمو کې د فعالیت لپاره د دولت وسله‎وال مخالفین د لوګر له امنو سیمو د تګ راتګ لپاره کار اخلي.