پاکستاني هلیکوپټرو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ بمبار کړی

راپورونه وایي چې نن سهار پاکستاني هلیکوپټرو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ بمبار کړی.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سیمې د خلکو له خولې ورته داسې راپورونه رسېدلي دي خو دوی په دې اړه پلټنې کوي.

په همدې حال د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې درېیو پاکستاني هلیکوپټرو د دغې ولسوالۍ پر ځینو برخو بمبار کړی خو په دې اړه نور جزئیات‌یې نه‌دي خپاره شوي.

په همدې حال کې د کونړ امنیتي چارواکي وایي له تېرې شپې تر نن غرمې د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان له لوري ۱۴۵ توغندي راویشتل شوي خو چا ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

ویل کېږي چې له تېرو نېږدې شلو ورځو راپه دې‌خوا د کونړ پر بېلابېلو سیمو پاکستاني ځواکونو شااوخوا شپږ سوه د توپونو ګولۍ راویشتلي چې له امله‌يې څلور کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوې دي.