ننګرهار چارواکي: د داعش او امنیتي ځواکونو نښتې ۸ داعشیان وژلي

د ننګرهار چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله‌والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې د دې ولایت د اچين ولسوالۍ په کوشتل سیمه کې تېره شپه شااوخوا يوه بجه د داعش وسله‌والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې اته داعش وسله‌وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، د دې نښتې پر مهال څلور سېمه‌ییز پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.