د خوست دیني عالمان: ولس دې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي

د خوست یو شمېر دیني عالمانو پر ولس غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

په خوست کې پرون یکشنبه د ۲۰۳ تندر قول اردو لومړۍ پلې لوا ته د [ښایسته] لوا نوم ورکړل شو.

په دې اړه مراسمو کې د خوست د مجاهدینو شورا مشر سردار ځدراڼ وویل، په افغانستان کې جګړه د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري اداره کېږي او ولسونو ته ښايي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

سردار محمد ځدراڼ وویل:

"دا دارالحرب نه‌دی، دارالاسلام دی. دلته اسلامي نظام حاکم دی. د افغانستان ټول علما او ولسونه د دې نظام ملاتړ کوي. دا جنګ پر موږ تپل شوی او شرعي رنګ نه‌شو ورکولای."

خوست کې د لومړۍ پلې لوا مشر وویل چې وسله‌وال طالبان په پسرلي کې جګړې ته د شدت ورکولو پلان لري خو خوستیانو ته‌یې ډاډ ورکړ چې دوی یې پر ضد مبارزې ته تیار دي.