دیني عالمان: افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي لوبه ده

د خوست یو شمېر دیني عالمان په افغانستان کې روانه جګړه یوه سیاسي او استخباراتي جګړه بولي او زیاتوي چې د علماو په ګډون دې افغانان د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

یادې څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ دیني عالمانو په هغو مراسمو کې وکړې چې په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اولې پلې لوا ته د شایسته لوا د نوم ورکولو په خاطر د لوا په ګارنېزیون کې جوړ شوي و.

په خوست کې د مجاهدینو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه د بهرنیانو سیاسي او استخباراتي لوبه وبلله.

مولوي سردار ځدراڼ.

مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه:

​"د افغانستان اوسنی جنګ یوه سیاسي لوبه ده، دا د سیاسي او استخباراتي کړیو له‌خوا نه هغه څوک چې په افغانستان کې د جنګ فتوا ورکوي، دا دارالحرب نه‌دی، دا دارالاسلام دی، دلته اسلامي نظام دی، د افغانستان ټول ولسونه د خپل نظام نه ملاتړ کوي، ولې بیا هم وایو چې دا تپل شوی جنګ دی او موږ شرعي صبغه نه‌شو ورکولای.​"

یو بل تن دیني عالم مولوي محمد سلیم منصور وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري د هر افغان دنده ده.

سلیم منصور وویل:

​"زموږ هېواد اسلامي هېواد دی او د دې اسلامي هېواد ساتنه د افغانستان په هر مسلمان باندې فرض ده، زموږ امنیتي ځواکونه د وطن دفاع کوي او د وطن دفاع په دوی باندې فرض ده، د دوی سره همکاري پر موږ هم لازمه ده چې هر وخت‌يې همکارۍ ته چمتو واوسو، هغه ډلې چې دلته جګړه کوي دوی د جهاد په نوم راپورته شوي دي، په دې جګړه کې بې‌ګناه مسلمانان وژل کیږي، دا کومه اسلامي بڼه نه‌لري.​"

بل لوري ته د خوست د ملي اردو د اولې شایسته لوا قوماندان جنرال ناصر هدایت وايي چې وسله‌وال د پسرلنیو بریدونو پلان لري، خو دوی هم د دا ډول بریدونو د شنډولو لپاره چمتووالی لري.

ناصر هدایت وویل:

​"په راتلونکي کال کې هم دښمن غواړي چې په خوست او نورو ولایتونو کې خپل عملیاتونه پیل کړي، خو موږ الحمدالله امادګي لرو، هره سیمه کې چې تهدید موجود وي، موږ هلته ځو او دښمن سرکوبوو، هغوی ته هېڅکله اجازه نه‌ورکوو چې په خوست ولایت کې نا امني رامنځته کړي.​"

د خوست د شایسته لوا یوه تن سرتېري هم وویل چې دوی خدمت ته تیاری لري:

​"زه د خوست په دې سرحدي ولایت کې د خپلو خلکو خدمت کوم، خپل کور او اولادونه مو پرېښي او راغلي یو دلته د خپل هېواد خدمت کوو، موږ ته د افغانستان هره نقطه چې وي خپله خاوره مو ده او خپل ځان ترې قربانوو او د افغانستان خلک مو د سترګو تور دي.​"

د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي هم په خوست کې د ملي اردو سرتېرو او افسرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي و چې افغان ځواکونه د ژمي په دې شپو ورځو کې د نوي جنګي فصل لپاره پر تیاریو بوخت دي.

جنرال عبدالله حبیبي دا هم ویلي و چې د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې به په افغان هوايي ځواک کې د اړتیا وړ نوې جنګي او ترانسپورټي الوتکې شاملې شي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل